ټولنه

يو سلو دېرشو کارګرانو په شبرغان ښار کې نغدې پيسې ترلاسه کړې

کابل/ د مرغومي ٢٢مه / باختر:
یو خیریه بنسټ پرون د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې پر۱۳۰ کارګرانو نغدې پیسې ووېشلې.
د سيد محسن محبوب خيريه بنسټ په استازيتوب مولوي سيد قربان باختر آژانس ته وويل: دغو کسانو د شبرغان ښار په بېلابېلو برخو کې د کارګرانو په توګه د خپلو کورنیو د نفقې پيدا کولو په مقصد کار کاوه چې ياد بنسټ له هر کارګر سره د زرو افغانیو نغده مرسته وکړه.
يو کارګر مجيب الرحمن وويل، له زياتو هڅو سره سره د ورځې له ٥٠ تر ١٠٠ افغانيو پورې عايد ترلاسه کوي او له څو مياشتوراهيسې يې د کورنۍ غړو ښه ډوډۍ نه ده ليدلې.
هغه له ملي سوداګرو او با احساسه کسانو څخه وغوښتل چې په اوسني حالت کې د اړو کورنيو لاس نيوى وکړي.
دا مرستې په داسې حال کې کیږي چې اوس مهال ۸۰ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته