سیاستخبرونهاقتصادTOP

يو شمېر ازبکستاني پانګه وال غواړي، چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي

کابل، د چنګاښ ۱۰مه، باختر
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن په داسې حال کې چې د کندز د سپين زر دولتي شرکت رئيس عبدالحفيظ فرياد هم شتون درلود، د ازبکستان هېواد له يو شمېر سوداګرو او پانګه والو سره وکتل.
د (ان آر) انرژۍ الفلاح شرکت رئيس نادر رستموف په دغه کتنه کې د ازبکستان د سوداګرو او پانګه والو د پلاوي سفر په تړاو د رياست الوزراء اداري مرستيال ته مالومات ورکړل.
نوموړي د بشپړ امنيت د ټينګښت له کبله په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې زمينې برابرېدو ته په اشارې سره وويل چې له همدې کبله بهرنيو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته ليوالتيا پيدا کړې ده.
رستموف زياته کړه، چې ازبکستاني سوداګر او پانګه وال لېوالتيا لري چې د انرژۍ، نساجي، د تېلو او کانونو استخراج او د توليدي کارخونو او زېربناوو جوړولو په برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په دې برخه کې يې له اسلامي امارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان سوداګرو او پانګه والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په افغانستان کې د هغوی د سوداګريزو فعاليتونو ستاينه وکړه.
حنفي زياته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره په ټولو برخو کې د اړيکو د پراختيا غوښتونکی دی او د مختلفو هېوادونو په ځانګړي ډول د ګاونډيو هېوادونو له سوداګرو او پانګه والو څخه غواړي، چې د افغانستان په مختلفو برخو کې پانګونه وکړي.
هغه همدارنګه وويل چې اسلامي امارت د پانګه والو او بهرنيو شرکتونو د ټولو سوداګريزو فعاليتونو هرکلی کوي او هغوی ته د هر ډول لازمو اسانتياوو برابرولو ته ژمن دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته