خبرونهامنیت

يو شمېر انسان تښتونکي په جوزجان کې ونيول شول

– کابل، د چنګاښ٣٠مه، باختر

د جوزجان امنيتي مسوولين وايي چې د شبرغان ښار د دويمي امنيتي حوزې منسوبينو په ځانګړو عملياتو کې پرون ٦ انسان تښتونکي نیولي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان داملا احمدي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل؛ چې د اسلامي امارت ځواکونو په هدفمندو عملياتو کې یوشمېر کسان چې د اندخوى – جوزجان په لويه لاره کې يې په انسان تښتونې، د ملکيانو او پوځيانو په ترور، وسله والو غلاو کې لاس درلود نیولي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې له دغو کسانو ٣ وسلې، ٢ موټر او ٢ موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.

احمدي زیاته کړه، چې نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى.

د جوزجان خلک وايي، چې دغه هڅې په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو او بد امنيو په کمښت کې مثبته اغېزه کوي.

د يو بل خبر له مخې؛  د سرپل امنيتي ځواکونو پرون يو تن په دغه ولايت کې د غلا په تور نیولی دی.

د سرپل د امنيي قوماندانۍ مطبوعاتي آمر دين محمد نظري باختر آژانس ته وويل، چې   د سرپل امنيتي ځواکونو پرون يو تن د برقي تجهيزاتو او وسايلو د غلا په تور نيولی دی.

له نيول شوي کس څخه تحقيقات دوام لري.

\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته