کابل، د چنګاښ٢ مه، باختر
د پکتيا، پکتيکا او خوست پوهنتونو يو شمېر استادانو او محصلانو د وروستۍ زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغو پوهنتونونو محصلانو او استادانو د ټپيانو د لېږدونې او د قربانيانو له کورنيو سره د خوراکي توکو او جامو د وېش تر څنګ د یادو ولایتونو حوزوي روغتونو ته لاړل او د پېښې ټپيانو ته یې د وينې په ورکولو سره خپل انساني مسووليت ادا کړ.
د پکتيا پوهنتون د يوه مسوول د څرګندونو له مخې؛ د دغو پوهنتونونو استادانو او محصلانو په دغو ولايتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانيانو او له مصيبت ځپلو کورنيو سره هر راز مرستې ته چمتو دي او تر خپلې وسې به مرسته وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معين له مصيبت ځپلو کورنيو سره د خواخوږۍ او ډاډ ګيرنې په څرګندولو او د دغو پوهنتونونو د استادانو او محصلانو د مرستو په ستاينې سره د هېواد نورو پوهنتونونو له محصلانو او استادانو څخه وغوښتل، چې په خپل ټول توان سره له دغو کورنيو سره د مرستې په موخه هڅې وکړي.
\ ذ