ټولنه

يو ماشوم په کابل کې په يوه ترافيکي پيښه کې ووژل شو

کابل / د تلې٢٧مه / باختر:
په کابل ښارکې په يوه ترافيکي پېښه کې يو ماشوم ووژل شو.
دغه پېښه پرون مازيګر د رڼا پوهنتون مخې ته په بره کې سيمه کې رامنځته شوه.
د کابل ترافيکې پېښو د څېړنو امريت يو مسوول باخترآژانس ته وويل: د دغه ١٤کلن ماشوم مړى عدلي طب ته لېږدول شوى دى.
دغه ماشوم شتري رنګه جامې په تن لري د کابل د ترافيکو چارواکي وايي د دې ماشوم کورنۍ کولاى شي مړى له عدلي طب څخه تسليم شي او يا د کابل د ترافيکي پېښو د څېړنې لوى مديريت ته ورشي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته