کابل باختر د چنګاښ لسمه :
دکابل پوليسو دوه کسان دوژنې په تور ونيول .
دکابل دامنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز باختراژانس ته وويل: دسه شنبې په شپه دکابل ښار يوتن اوسيدونکى دلواى بابه جان په ساحه کې دموټرو په يوه ورکشاپ کې ووژل شو .
ددغه وژنې عاملين تښتيدلي وو چې پرون يوتن يې دبابه جان لوا له ساحې څخه او دويم مشکوک دکابل ښار دڅلورمې ناحيې دتايمنيو له ساحې څخه ونيول شول .
ديو بل خبرله مخې ،دکابل پوليسو دغلا ديو قضيې عامل دکابل ښار د يوولسمې ناحيې له مربوطاتو څخه ونيو .
پر نيول شوي سړي دکابل ښار د يوولسمې ناحيې ديو اوسيدونکي له کور څخه داويا ګرامو سرو زرو او ٢٠٠ زره افغانۍ نغدو پيسو دغلا تور لګولى شوى دى . ختم_ ج _ اکرم