امنیت

تبصره

-کابل باختر د مرغومي  نهمه :
له تور لست  څخه دهغو تروريستانو دنومونو ايستل چې په تيرو پنځلسو کلونوکې يې په افغانستان کې وينې توې کړې . دکرکې  او نفاق تخم وشينده، يواځې  او يواځې  دافغانستان دخلکو او دولت صلاحيت دى اوخيالي سپارښتنې نه شي کولاى  کوم ځاى ته ورسيږي .
دباختراژانس مفسر ليکي : دافغانستان دقضيې په باب دروسيې ، چين او پاکستان درې اړخيزه غونډه وړمه ورځ دروسيې  دبهرنيو چارو وزارت په کوربه توب  په مسکو کې جوړه شوه .
هغه څه چې په دې غونډه کې دموافقې وړ وګرځيدل دملګروملتو دسازمان له تور لست څخه دوسله والو طالبانو دډلې دمشرانو او قوماندانانو دنومونو په ايستلو باندې ټينګار دى .
دغه موافقه  په داسې حال  کې کيږي چې دافغانستان دولت دشر اچوونکو ډلو دتروريستي فعاليتونو له پلوه چې په پاکستان کې اډه لري په ژوره توګه انديښمن دى
  تروريستان چې په خپلو لوړتيا غوښتوونکو هدفونو سره په پاکستان کې پروګرام جوړوي ددغو پروګرامونو يوه برخه منځنۍ اسيا ته داسلامي  انقلاب  صادرول او روسيې ته جهاد کښل دي خو له بده مرغه دلومړۍ ديپلوماسې دستګاه  دومره غافله  ده چې اوس دپاکستان دسياستونو او لوبو په محور کې دي
دمسکوغونډه افغانانو ته هيڅ مفهوم ، مانا اومشروعيت نه لري ځکه په هغې غونډه کې چې دافغانستان قضيه څيړل کيږي خو دافغانستان استازي پکې ګډون نه لري دافغانانو نظر او سلامشوره پکې په پام کې  نه وي دغه شان غونډې به مشروعيت ونه لري .
له تور لست څخه دوسله والو طالبانو دډلې دمشرانو اوقوماندانانو د نومونو دايستلو په باب دمسکو دغونډې دبرخه والو موافقه يواځې  او يواځې دافغانستان لپاره دخوشحالۍ  سبب کيداى شي  ځکه دغه هېواد او دهغو نږدې همکاران تر اوسه پورې په دې نه دي پوه شوي چې ددغه شان يوې مسئلې څيړنه  يواځې دافغانستان ددولت او خلکو واک دى او دا افغانان دي چې کولاى شي دغه شان يوه غوښتنه دملګروملتو دسازمان په ګدون  معتبرو نړيوالو مراجعو ته وړاندې کړي
په داسې حال کې چې نن دداعش په ګډون تروريستان او وسله  وال طالبان  دافغانستان ددولت اوخلکو پرخلاف له ډيرو جنايتکارانه ډار اچوونکو چلندونو او لارو چارو څخه کار اخلي دغه دواړه ډلې په هيڅ انساني معيار او ملي او ديني ارزښتونو پابند نه دي بلکې دپرديو دهدفونو لپاره فعالې  دي او دافغانانو وينه تويوي .
دغه مسئله دافغانستان  خلکو او دولت ته تر يوې  اندازې پورې جدي ده چې دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني  دملګروملتو دسازمان له هغه هئيت سره په کتنه کې  چې دروان کال دلړم په مياشت کې  يې کابل ته سفر کړى و ددغه سازمان په تورلست کې دوسله والو طالبانو دډلې دنوي مشر دنوم دشاملولو غوښتنه وکړه .
ځکه ملا هيبت الله په انساني ژوندانه معتقد نه دى او دافغانستان او دهغه دخلکو په نسبت له کينې ډک  نظر لري . 
روسانو اوچينايانو  هيره کړې ده چې پاکستان دهغې ماجراترشا چې دچين په شينګ يانګ ايالت کې رامنځته شوه  اويا هره هغه تروريستي پيښه چې په منځني اسيا او يا په روسيه کې رامنځته کيږي  ترشا يې پاکستانيان ولاړ دي او اوس هم پاکستان  په دې لټه کې دى چې دملګروملتو په سازمان کې  ددغو دواړو هېوادونو له نفوذ څخه په استفادې سره  چې دواړه دويتو حق لري . دخپلو نوکرانو دتکليف  دلرې کولو لپاره چې هماغه دکويټې شورا غړي او دحقاني دشبکې رهبري ده استفاده وکړي ځکه لويديځوال  له څه مودې رايدخوا دپاکستان په دوه ګونو لوبو پوه شوي دي . دافغانستان خلکو ته دپاکستان اقدامات دحيرانتيا سبب نه دي خو دروسيې په شان هېواد لپاره چې په افغانستان کې يې  له اړو دوړ څخه زيات زيانونه ليدلي  دي لازمه نه ده چې دپاکستان دسياست او دسياسي لوبو  په محور کې وي .
دغه راز هيره دې نه شي افغانستان هغه ناخوالي چې نن يې زغمي اووه ديرش کاله مخکې دکريملين دقدرتمندانو دتصميم نيونې زيږنده دي
دافغانستان خلک  په کريملين کې له اوسنيو حاکمانو څخه هيله لري  دداسې هېواد په وړاندې چې اووه ديرش کاله مخکې برخليک يې دکريملين دتيروتنو له امله بل ډول شو خپل اخلاقي مکلفيتونه رعايت کړي او څه ناڅه ددغه هېواد له هميشنيو  دښمنانو سره يوځاى نه شي  هيره دې نه کړي چې پاکستان کلونه کلونه دامريکا او لويديځ دملاتړ تر سيوري لاندې دډيرو کرغيړنو تروريستي څيرو او دتند لارو جريانونو کوربه توب وکړ او اوس يې دلويديځوالو په وړاندې  خپله  اتوريته بايللې ده او دنورو دبې لارې کولو په لټه کې دي .
دروسيي دولتي چارواکو ته دافغانستان دخلکو مشوره داده چې دافغانستان په وړاندې دې هماغه سياست او دريځ تعقيب کړي چې پخوايې لرل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته