امنیت

یو پنځوس تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختردوږي دمياشتې١٤نيټه : 
د داعش د تروريستي ډلې ٥١ تنه غړي د کونړ ولايت په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: د کونړ ولايت د څوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې په بابک مشهور د داعش د ډلې د يوه قوماندان په ګډون د دغې ډلې ٥١ تنه غړي ووژل شول، ٩ تنه ټپيان او ٢٧ تنه نوريې ونيول شول او د هغوى يوه اندازه وسلې اومهمات په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د يوبل خبرله مخې:
د ننګرهار ولايت د جلال آباد ښار د اوومې ناحيې د نظر آباد او امرخيلو له کليو څخه  د امنيتي ځواکونو د پلټنې په بهيرکې يوه اندازه سپکې وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته