خبرونهامنیت

١٨ وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

٣٢- کابل/ د لړم ٢٤مه / باختر
په زابل کې د نويو جګړو په بهير کې ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ نور ټپيان شول.
دغه جګړې تېره شپه په شاجوي ولسوالۍ کې د پوځيانو پرپوستو د وسله والوطالبانو له بريدونو وروسته ونښته .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو جګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې ١٨ وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه نور ټپيان شول.
هغه وويل په دغو جګړوکې يو پوځي شهيد او درې نور ټپيان شول.
د رارسيدلو خپرونوله مخې؛ د يرغلګرو په لسګونو سپکې او درندې وسلې اوموټرسايکلونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته