خبرونهامنیت

٢٢ کسان په دايکنډي کې د جنايي جرمونو په تور ونيول شول

کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د دايکنډي پوليسو په دوو تېرو اوونيو کې ٢٢ کسان په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو په تور ونيول.
د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې لوى مديرمحمدمجاهد د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دوه اوونۍ مخکې د سنان، ميرامور او خدير ښار له ولسواليواود دغه ولايت په مرکز کې ونيول شول.
مجاهد زياته کړه چې له نيول شويو کسانو څخه دوه کلاشينکوفونه او درې موټرسايکلونه ترلاسه شوي دي.
مجاهد وويل چې د جنايي جرمونو د پېښو د کموالې په خاطرګرځنده ګزمې زياتې شوي دي.
ختم- شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته