امنیت

٢٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د وږي اوولسمه :
دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو  ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې په نتيجه کې  دشپږو تنو داعشيانو په ګډون   ٢٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول  او نولس تنه نور ټپيان شول . دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دغه عمليات د هېواد دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ دننګرهار ، غزني ،  پکتيا ، پکتيکا ،  لوګر ،  زابل ، هرات ، غور ، بغلان ، تخار ، بدخشان ، فارياب ، بلخ ، او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي و .  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته