دفارياب ولايت دملي امنيت منسوبينو نن يوه اندازه تاريخي اثار ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل .
دفارياب ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دتاريخي ابداتو د ساتنې مدير محمد عارف دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل ، دغه شپږ ويشت قلمه تاريخي اثار ددغه ولايت دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ددغه ولايت په مرکز کې ترلاسه شوي دي او ليږدونکي يې تښتيدلي دي .
دده دڅرګندونوله مخې، ددغو اثارو تاريخي لرغونتيا تراوسه پورې نه ده مشخصه شوې .