خبرونهنړۍ

ټېلفوني خبرې؛ روسي دفاع وزیر خپل امریکایي سیال ته خبرداری ورکړی

نړۍ، د چنګاښ ۶ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دفاع وزیر اندري بیلوسوف پرون سه شنبې له خپل امریکایي سیال لویډ استین سره پر ټېلفون خبرې کړي او د اوکراین د موضوع سربېره یې پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې بیلوسوف کیف ته د واشنګټن له لوري د وسلو د ورکړې او له دې امله د بدې راتلونکې او پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا پنټاګون خبر ورکړی، چې دواړو وزیرانو د اړیکو ټینګولو پر خلاصو کرښو ټينګار کړی.

د روسیې او امریکا دفاعي چارواکو ترمنځ دغه ټېلفوني اړیکه تر یو کال وروسته په داسې مهال ټینګه شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د اوکراین د موضوع پر سر خړې دي او ان په دې وروستیو کې د یو او بل ترمنځ د اټومي وسلو د کارولو خبرې هم تبادله شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته