فرهنګ

پاتې کيږو او جوړو په نامه غونډه په هرات کې جوړه شوه

کابل/ د ليندۍ١١مه / باختر:
دهرات ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست دځوانانو چارو امريت پرون پاتې کېږو او جوړو په نامه غونډه په دغه ولايت کې جوړه کړه.
د باخترآژانس د خبرله مخې: دغه غونډه چې په هرات ښارکې جوړه شوې وه دهرات ولايت د اطلاعاتواو فرهنګ د رياست سرپرست مولانا نعيم الحق حقاني ځوانان دهېواد معنوي پانګه وبلله او زياته يې کړه، د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره د ځوانانو د ودې او پرمختګ زمينې برابروي.
مولانا حقاني زياته کړه، اوس د دې وخت رارسيدلى دى چې دهېواد ځوانان لاسونه سره ورکړي او له قومي او نژادي تعصب پرته د خپل هېواد په جوړولو کې ونډه واخلي.
په دې غونډه کې د هرات ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د ځوانانو د چارو آمر د دې ادارې د روزنيزو پروګرامونو په اړه چې هدف يې د ځوانانو د ظرفيتونو لوړول دي معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې لاره کې به هلې ځلې وکړي.
د دغې غونډې نورو ويناوالو هم په هرات کې د افغانستان د اسلامي امارت د روګرامونو په ملاتړ سره ژمنه وکړه چې په ټول توان سره د افغانستان د اسلامي امارت د پروګرامونو ملاتړ کوي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته