نړۍ

پاکستان او چين گډ تروريستې ضد تمرينونه پيل کړل

دپاکستان پوځي مقاماتو اعلام وکړ چې دچين اوپاکستان دځواکونو گډ تروريستې ضد تمرينونه دپاکستان په پنجاب ايالت کې پيل شوي دي.

دغه ګډتمرينونه چې دوه اوونۍ دوام کوي ددوستي په نامه له تيري شپي څخه دپنجاب ايالت په ختيځ کې په جيهلم ښارکې پيل شول.

دا دچين اوپاکستان ترمنځ څلورم گډتمرينونه بلل کيږي پخوا درې نور پوځي تمرينونه دچين اوپاکستان له خوا ترسره شوي وو چې دوه ځلې په چين اويوځلې په پاکستان کې و.

ددوستي ګډپوځي تمرينونه له ٢٠٠٤ کال څخه دچين اوپاکستان ترمنځ پيل شوي دي اوپاکستان لومړۍ هيواد دي چې دچين په خاوره کې گډپوځي تمرينونه اجرا کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته