دپاکستان ددفاع وزارت نن په بلوچستان ايالت کې د شمسي دهوايي اډې کنترول دامريکا له خوا له بشپړ تشولو وروسته ترلاسه کوي .
دباختر داطلاعاتي اژانس دپاکستان د دي نيوز انترنشنل ورځپانې دخبري سايت له خولې خبر ورکړ د شمسي اډې دتشولو لارښوونه دپاکستاني ځواکونو په پوستي دناټو له دوه اوونۍ مخکې بريد وروسته چې ددغه هيواد ٢٤ تنه عسکر پکې ووژل شول صادره شوې ده .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې باب تصميم به چې ايا دغه اډه متحده عربي اماراتو ته وسپارل شي وروسته ونيول شي .