کابل / د غوايي ۲۰ مه / باختر
په کابل کې د پاکستان سفارت افغانستان ته د بشري مرستو د دویم انډي د رسېدو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د پاکستان سفارت وايي، دغه مرستې چې په یوه چارټر الوتکه کې مزارشریف ته رالېږدول شوې دي، د مرستندویو بنسټونو له لارې به په افغانستان کې د وروستیو سېلاوونو د قربانیانو پر کورنیو ووېشل شي.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې لومړي وزیر شهباز شریف غه مرستې سېلاو ځپلو کورنیو لپاره لېږدولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې شنبې په ورځ هم د پاکستان مرسته شوي درمل او خوراکي توکي بلخ ته لېږدول شوي و.
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې وروستیو اورښتونو او سېلاوونو کې لسګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د زیانمنو شویو کورنیو حالت ته د رسېدګۍ لپاره له نړیوالو مرستندویو موسسو د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې.
په همدې حال کې د رییس الوزرا لومړي مرستیال او د کابینې د اقتصادي کمېټې رئیس ملا عبدالغني برادر اخوند هم اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د وروستیو سېلاوونو له زیانمنو شویو کورنیو سره لازمې مرستې وکړي.
ع