ټولنه

پراتفاق او يووالي د پنجشيرد امر باالمعروف او نهي عن المنکر د مسوول ټينګار

کابل/ د مرغومي ١١ مه / باختر:
د پنجشيرد امرباالمعروف او نهي عن المنکررييس مسلمانان يې اتفاق او يووالي ته را وبلل.
هغه دغه راز پر قرآن کريم عمل د مسلمانانو د هوساينې اصلي عامل وباله.
مولانا محمود الحسن شيرګل منصوري دغه څرګندونې د پنجشير د رخې ولسوالۍ په جامع جومات کې د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته وکړې.
نوموړي په دې وينا کې د اوامرو په اطاعت، قرآن او حديت ته عمل کول، د مسلمانانو په منځ کې يو والي اوهمغږۍ او د اسلامي نظام پرملاتړ ټينګاروکړ.
مولانا منصوري قرآن ته عمل کول فرض او د مسلمانانو ته د خوښۍ او سوکالۍ ترلاسه کول لار وبلله.
د باخترآژاس د خبرله مخې: دغه راز د پنجشير درخې ولسوال د جمعې لمانځه له ادا کولووروسته د دې ولسوالۍ په يوه جومات کې دعمومي عفوې اعلام ته په اشارې سره وويل:
اسلامي امارت له هيچا څخه دغچ اخيستلو په لټه کې نه دى او په تېر وخت کې هرڅوک چۍ هر څه و، بخښل شوى او کولاى شي په خپل هېواد کې په آسانۍ ژوند وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته