امنیت

پرفراه ښار د وسله والوطالبانو ډله ييز بريد په شا وتمبول شو

کابل/ د زمري١٩مه / باختر:
وسله والو طالبانو تېره شپه له څو استقامتونو د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل چې د پوځيانو له مقاومت سره مخ شول.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند غلام فاروق حضرتي باخترآژانس ته وويل، په دغو جګړو کې ا٨ وسله وال طالبان ووژل شول او ٤ نورټپيان شول.
حضرتي زياته کړه، په دغو جګړو کې ٢ هاموي ټانکونه او يو زيات شمېر وسلې او مهمات د پوځيانو لاسته ورغلل.
دعيني شاهدانو په خبره جګړه تراوسه پورې فراه ښار ته څېرمه دوام لري او ملکي وګړو ته هم د سرزيان اوښتى دى.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته