![Ps202406294](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/PS202406294-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر
د پروان د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د پروان ولایت د سالنګ د هلکانو لېسې په لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلنۍ سیالۍ د تدبر او تفکرلوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
ورته مهال د سالنګ ولسوال حافظ سمیع الله عمري، لوبغاړي وهڅول او د هراړخیزملاتړ ډاډ یې ورکړ او د ورزش په برخه کې یې د هغوی هڅې اغېزمنې وبللې.
د یادونې وړ ده، چې په یادو سیالیو کې له نصرت لوبډلې څخه علي رضا د غوره ګول وهونکي او د تدبر او تفکر له لوبډلې څخه احمد رشاد د غوره ګول ساتونکي لقب ترلاسه کړ.