![Ps202407019](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/07/PS202407019-720x470.png)
کابل، د چنګاښ ۱۱ مه، باختر
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د یوه سړک د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس ملا عبدالصمد صادق د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د بګرام ولسوالۍ اړوند په چیکل سیمه کې د ۶ میلیونه ډالرو په لګښت د ۶۰۶ مترو په اوږدوالي او ۶ مترو سور سره په اساسي ډول یو سړک جوړېږي.
د یادونې وړ ده چې د یاد سړک په جوړېدو کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.