خبرونهورزش

 پلخمري د کرکټ لوبډلې د دهنه غوري لوبډلې ته ماتې ورکړه

 کابل، د ثور ۲۹ مه، باختر

په بغلان کې د دوه ولسوالیو  پلخمري او دهنه غوري ترمنځ د کرکټ سیالۍ ترسره شوې چې په اتمه سیالۍ کې د پلخمري د کرکټ ټيم وتوانیده چې د دهنه غوري ټيم ته ماتې ورکړي.

د بغلان د ورزش آمر قاري محمد امیر امیري وایي چې د لوبې پچه دهنه غوري ولسوالۍ وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه چې په ۲۰ اورو کې یې پلخمري لوبډلې ته ۱۴۶ منډې هدف وټاکه.

په لوبه کې ډېرې منډې لعل  محمد وکړې او د توپ اچوونې په برخه کې حشمت، حمیدالله او حبیب یوه – یوه  ویکټه واخیسته.

پلخمري ولسوالۍ  په ۱۴ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف پوره کړ چې ډېرې منډې  په کی سهراب وکړې د اتلولۍ جام یې د خپلې لوبډلې په نامه کړ.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ په موخه د فوټبال، والیبال، فوټسال او کرکټ سیالۍ پيل شوې دي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته