خبرونهاقتصادفرهنګTOP

پنجشېر ته د تېر لوی اختر په شپو ورځو کې له ۲۰ زرو ډېر سېلانیان تللي دي

کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو د تېر لوی اختر په شپو ورځو کې دغه ولایت ته د څه باندې ۲۰ زره سېلانیانو د ورتګ خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولانا نصرالله ملک‌زاده باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت له تفریحي سیمو څخه د اختر په شپو ورځو کې له ۲۰ زرو ډېرو سیلانیانو لیدنه کړې او لا هم ګڼ شمېر سیلانیان دغه ولایت تګ راتګ کوي.
ملک زاده زیاته کړه، چې هڅه کوي سیلانیانو ته لا ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر والي محمد اغا حکيم تل د امنيت په تامينولو سره دغه ولايت ته د سيلانيانو لپاره د اسانتياوو په برابرولو ټينګار کړى دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته