امنیت

پنځلس تنه تاجکستاني ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي شپږ ويشتمه :
پنځلس تنه تاجکستاني طالبان پرون دبدخشان ولايت  په جرم ولسوالۍ کې  ووژل شول .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول  جګړن نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل  چې دغه ډار اچوونکي  دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ د دره خستګ  په سيمه کې  دپوځيانو  په هوايي بريدونوکې ووژل شول .
  ده زياته کړه : په دې هوايي بريدونوکې  يوولس تنه نور  تاجکستاني ډار اچوونکي ټپيان شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته