امنیت

پنځلس تنه د جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول

کابل /د کب ٣٠مه /باختر
د کابل پوليس وايي چې پنځلس تنه د جنايي جرمونو په اړوند د ښار له بېلابېلو سيموڅخه نيول شوي دي .
د کابل د پوليسو مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه کسان د وژنې، ټپي کولو، د موبايلونود غلا، د غير قانوني وسلو د لېږدونې ، د جعلي پيسو د رواجولو، شوکمارى ، الکولي مشروباتواو د نشه يي توکو د پلورنې د جرمونوپه اړوند د کابل ښار له دويمې، لومړى،څلورمې،شپږمې،اوومې،يوولسمې ،ديارلسمې، اوولسمې او د نولسمې ناحيې او د شکردرې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه نيول شوي دي.
له نيول شويوکسانوڅخه درې وسلې، دوه زره جعلي امريکايي بانکنوټونه ،دوه برچې ،الکولي مشروبات او يوه اندازه نشه يي توکي د پوليسولاس ته ورغلي دي.
ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته