امنیت

پنځلس تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
پنځلس تنه وسله وال طالبان تيره شپه دجوزجان ولايت کې  دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې  ووژل شول .
دجوزجان ولايت په مربوطاتو کې دغه پوځي عمليات دجمهوري رياست دلومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ پيل شوي دي .
  ستر جنرال دوستم ددغو عملياتوپه باب رسنيو ته وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې چې دشبرغان ښار په بابا تغور کلي کې او داقچې ولسوالۍ دکوهستاناتو  په سيموکې ترسره شول پنځلس تنه وسله وال طالپان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي د غه راز شپاړلس  تنه طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي .
جنرال دوستم  زياته کړه چې دغه عمليات  دامنيتي ځواکونو له خوا دجوزجان ولايت دجنوب په ساحو کې  دوام ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته