سیاست

فيفا درايې ورکوونکو دنوم ليکنې په بهير کې دسرغړونې موارد له انديښنې ډک وبلل

کابل باختر د زمري دري ويشتمه :
د افغا نستان د ‌آزادو او عادلا نه انتخاباتو د ټولني اجرا ئيه رييس نن په  هيواد کې د رايې ورکوونکو دنوم ليکنې  په لومړي  پړاو کې د ترسره  شويو سرغړونو موارد بيان کړل .
د افغا نستان د آزادو  او عادلا نه  انتخاباتو د مرکز يا فيفا اجرائيه رييس جانداد سپين غر چې په يوه خبري غونډه  کې يې خبرې کو لې وويل  :
فيفا د هيواد په څلور ديرشو ولايتونو کې درايې ورکوونکو د نوم ليکنې له لو مړي پړاو څخه د خپلو کتنو پر بنسټ په  ټوليزه  توګه دغه  پړاو  بريالي وباله  خو  په همدې  حال کې  يې  په  ځينو  مواردو کې بينظمي ، د نوم ليکني له  طرزالعمل څخه سرغړونه ، له انتخاباتي قوانينو څخه سرغړونه او امنيتې چلنجونه په ځينو سيمو کې ليدل شوي دي چې دانديښنې وړ دي .
سپين غر ددغه مرکز څارنې ته اشاره  وکړه  ويې  ويل ،  د هيواد په پنځه ويشتو ولايتونو کې د نوم ليکنې په  وخت کې د افرادو دمعتبرو سندونو ته  د لا زمي پاملرنې نشتوالى څه ناڅه لس زره موارد، د هيواد په يو ويشتو ولايتونو کې له قانوني عمر څخه لږ عمر لرونکو افرادو ته د کارتونو د ويشلو څلور زره موارد،
د هيواد په  پنځو ولايتو نوکې د افرادو په غياب کې درايې ورکولو د کارتو د ويشلو يوسلو څلور ديرش مورده ، په پنځو ولايتونو کې افرادو ته له  يو کارته څخه دزياتو کارتونو د ويشلو اته  شپيته مورده ،په تخنيکي وسايلو کې د نيمګړتيا  يوولس مورده ، له ښارو نو څخه لرې ښځو ته د نوم ليکنې د مرکزونو شپږ مورده  او د ښځو  د نوم ليکنې په سيمو کې دښځينه پوليسو دنشتوالي ديارلس مورده،  له هغومواردو څخه بلل کيږي چې ددغه مرکز د انديښنې سبب شوي دي .
ده دغه  راز د طرحه شويو ستونزو او انديښنو دلرې کولو لپاره يولړ وړانديزو نه هم بيان کړل او  ويې ويل  ، د انتخا باتو په بهير کې د ښځودفعال ګډون په خا طر دپوهاوي  ورکولو له  لورې د هغوى هڅول،  د زيات امنيت د تا مينولو او په تيره بيا ښځو ته د امنيت د تا مينولو لپاره لازم تيارى  او د سرغړونو د مخنيوي لپاره د مناسبو پروګرا مونو تر سره کول چې ټيټ عمر لرونکو کسانوته  د کارتونو د ويشلو اويا افرادو ته له يو کارت څڅه د زياتو کارتو نو د ويشلو اويا هم د افرادو په غياب کى د کارتو نو د ويشلو د مخنيوي اود کورنيو او بهرنيو مرکزو نو ته دڅارنې د زمينو برا برول کولاى شي په هيواد کې د انتخاباتو بهير دخلکو اود نړيوالۍ ټولنې ترمنځ د انتخا باتو  باور  ښه کړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته