اقتصاد

پنځلس مليونه ډالره ليلاميږي

– کابل باختر د لړم د مياشتې ١٢:
مرکزي بانک (١٥) مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د لړم د مياشتې په ١٥ نيټه د شنبې په ورځ (١٥) مليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوايې يومليون ٥٠٠ زره افغانۍ يې د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او دليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل  حسابونه دې  دورځې په پاى کې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تراوسه پورې يومليونو پنځه سوه زره افغانۍدتضمين په ليلامونوکې دګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې دمعاملــو قسمي تر سره کول  مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل  ذمت  پيسې ټولې يوځاى په  نغدي ډول اوپه حوالــــې سره     په ټاکلې موده کې په  بانک کې تحويلې  کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته