کابل / د وري ٢مه /باختر
پنځلس وسله وال طالبان په فراه کې د يولړ جګړوپه بهيرکې ووژل شول .
دغه جګړې تېره شپه په بالابلوک او پشت رود ولسواليو او د فراه ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو له يرغل وروسته ونښتې.
د هېواد په لويديځ کې د ظفر قول اردو يوجګپوړي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې ١٥ وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوى يوشمېرجنګي وسايل د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم- ج – ا