ټولنه

پنځه اتياکورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣نيټه :          
د لمريزې اوبو رسولوپروژه پرون په غور ولايت کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغور ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس انجنير محفوظ الله فکور  دباختر آژانس  سيمه ييزخبريال  ته وويل  چې د اوبو  رسولو دغه پروژه د خلکو په سلوکې د لسو په ونډې سره د يونيسف  ادارې په لګښت د يو ميليون ٩٩٢  زرو افغانيو په لګښت د فيروز کوه ښار د اختيارالدين په کلي کې د کليو دبيا  جوړولو او پراختيا وزارت  د کليوالي  اوبو رسونې او خړوبولو د عمومي پروګرام له لارې بشپړه شوې ده .
د اختيارالدين کلا د شورا غړي ملا محمد سرور د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: د لمريزې اوبو رسونې د دغې شبکې په پرانستلو سره په دغه کلي کې د ٨٥ کورنيو د څښاک د اوبو ستونزه لرې شوې ده .
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته