امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان له مهماتو اونشه يي توکوسره ونيول شول

په هلمند ولايت کې په دوو جلاجلاعملياتو کې پرون پنځه تنه وسله وال طالبان له يوې اندازي مهماتو اونشه يي توکوسره ونيول شول.

دهلمندولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي  دفتر نن دباختر اطلاعاتي اژانس ته  خبرورکړ په هغو عملياتو کې چې دافغان اونړيوالو ځواکونو له خوا ددغه ولايت دګرشک ولسوالۍ  په يو کور کې وشول دميرزاخان په نامه يو وسله وال طالب ونيول شو.

دغه راز په دې کور کې يوسلودرې اويا کېلوګرامه اپين ، دوه پيکا ماشينگڼې ، اته کلاشينکوفونه ، دوه تومانچې ، دوه لاسي بمونه ، دپيکا درې صندوقه ګولۍ ، پنځه مخابري ، دملي اردو شل يونيفورمونه ، دملي پوليسو پنځه يونيفورمونه او نور وسايل  چې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو کې کارول کېدل دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

دغه راز دافغان او بهرنيو ځواکونو په يو لړ نورو عملياتو کې چې دهلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې وشول څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.

دهلمندولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې په دغو عملياتو کې ملاعبدالغني ، ملاعبدالباقي ، ملاعبدالبصير اوملاعبدالواسع چې ددولتي او ايساف دځواکونو په پرخلاف بريدونو او چاودنو کې فعال رول درلود له خپلو وسلوسره ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته