امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په تګاب کې ووژل شول

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٣٠
دکاپيسا د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د کوماندو د ځواکونوپه ځانګړو عملياتوکې پنځه تنه تروريستان ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو د کوماندو ځواکونو دکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې  د تروريستانو د ځپلو په مقصد ځانګړي عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه تروريست طالبان ووژل شول او د دغې ډلې يوشمېر نور تروريستان ونيول شول او يوه اندازه پوځي وسايل او تجهيزات په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
  ديوبل خبر له مخې: د ملي اردو ځواکونو د سرپل ولايت د کوهستاناتو او د هلمند ولايت د موسى  قلعه ولسواليو په مربوطاتو کې يولړ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې د درندو وسلو يوه اندازه مهمات او پوځي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: د ملي اردو دوه تنه عسکر د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت د دغوعسکرو شهادت تاييد کړ خو د پيښې  سيمه يې مشخصه نه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته