امنیت

په بغلان کې د کندز له بېځايه شويوکورنيو سره مرسته

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٥  :
د بغلان ولايت د افغاني سرې مياشتې ادارې د کندز ښار له بېځايه شويوکسانو سره د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړه .
د بغلان ولايت دافغاني سرې مياشتې د ادارې رئيس د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغې ادارې له سلو بېځايه شويو کورنيو سره چې سروې شوې وې؛ د خوراکي او غيرخوراکي توکو مرسته وکړه.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: په هرې بېځايه شوې کورنۍ يوه بورۍ وريجې، يو قطعى غوړي، لس کيلو لوبيا، پنځه کيلو بوره، دوه کيلو چاى، څلور شړۍ او د پخلنځي يو سيټ وويشول شول.
خبرځاى زياته کړه: د کندز ښار هغه بېځايه شوې کورنۍ چې د بغلان ولايت ته راغلې دي؛ د پلخمري ښار په بېلابېلو ناحيوکې ځاى پرځاى شوې دي.
بايد وويل شي چې له بېځايه شويو کورنيو سره د مرستو بهير دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته