امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په خوست کې ټپيان شول.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د ژاله  په  نامه   د  ملي اردو دځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې چې   پرون
دخوست  ولايت په مربوطاتو کې ترسره شول ،  پنځه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول.
دغه عمليات دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې
له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان   ټپيان شول  او اته ميله وسله  او يوه اندازه جنګي تجهيزات  ترلاسه شول.
دغه راز  ددغو عملياتو په بهير کې د وسايطو ضد پنځه ماينونه چې  نوي  د وسله والو مخالفينو له خوا د تروريستي فعاليتونو لپاره د  خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى  پرځاى کړى شوي  و کشف او شنډ کړى  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته