سیاست

جمهور رييس غني دښاري اصلاحاتو او پراختيا دکميسيون له غړو سره وکتل .

کابل باختر د کب  يوولسمه :
   دافغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې  دښاري اصلاحاتو او پراختيا دکميسيون له غړو سره وکتل .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې چې په ارګ کې  ترسره شوه ددغه کميسيون  غړو  دخپلو پلانونواو اقداماتوپه باب غونډې ته رپوټ وړاندې او څرگنده يې کړه چې دښاري اصلاحاتو او پراختيا دکميسيون په جوړيدو سره وظيفوي  تداخل له منځه تللي او په چارو کې همغږي  زياته شوې ده .
په مقابل کې جمهور رييس غني دخپلو خبرو په يوه برخه کې وويل چې دکابل ښار لپاره بايد دڅښاک داوبو طرحه برابره شي چې له دې اړخه دکابل ښاريانو ستونزې حل شي
جمهور رييس همدا راز وويل چې په راتلوونکو کلونوکې  دکابل په ښار کې دڅښاک داوبو دکمښت دمخنيوي  لپاره دې لازم تدبيرونه ونيول شي او په نوي کابل کې دې داوبو دشتون دڅرنګوالي  په اړه مطالعات ترسره شي .
جمهور رييس  محمد اشرف غني زياته کړه چې دانجنيري په برخه کې دافغانستان داخلي ظرفيت دې وڅيړل شي تر څو له داخلي ظرفيتونوڅخه په سم درک سره وکولاى شو لنډ مهالي، منځ مهالي او اوږد مهالي  پلانونه طرحه اوتطبيق کړواو په دې هم پوه شو چې د څه ډول پروژو دمديريت ظرفيت  لرو اوپه کومو مواردو کې بهرنيو مرستو ته اړتيا لرو .
  جمهور رييس غني وويل چې دچاپيريال ساتنې لپاره بايد يوسم پلان برابر شي او دکابل په ښار کې دشنو سيمو دزياتوالي لپاره دې لاډير کارونه ترسره شي .
جمهور رييس محمد اشرف غني همدا راز څرګنده کړه چې دکابل له غرونو څخه داستفادې  څرنګوالي دې وڅيړل شي او دترافيکو او دښاري ترانسپورت  دحالت دښه والي لپاره دې اساسي اومنسجمې طرحې اوپلانونه ترلاس لاندې ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته