امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتې٧نيټه: 
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون په غزني ولايت کې ووژل شول.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد مشعل دباختر آژانس خبريال ته وويل:          دغه وسله وال طالبان له پوځيانو سره په نښتې او په امنيتي پوستو د بريد په وخت کې د افغان پوځيانو له خوا د دغه ولايت دقره باغ او جغتو ولسواليو په مربوطاتوکې ووژل شول .
په وژل شويو کسانوکې دوسله والو طالبانويو سيمه ييز سرګروپ اشرف هم شامل دى.
ده زياته کړه: په دې پيښه کې پنځه تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته