نړۍ

پنځه تنه په قزاقستان کې ووژل شول

د قزاقستان پوليسو ددغه هيواد په جنوب کي دچاودنې او ډزو له امله دپوليسو ددريو تنو افسرانو په ګډون د پنځو تنو دوژلو خبر ورکړ . ؛

دهند دنيو کريلا دخبري سايت دخبر له مخې ، دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو افسرانو يو شکمن چې ګومان کيده يو دکان يې لوټ کړى دى تعقيباوه .

پوليسو ديوې وينا په ترڅ کې ويلي دي چې دپوليسو دوه تنه افسران دشکمن سړى د ډزو له امله وژل شوي دي او دريم پوليس او دوه تنه ملکي وګړى هغه وخت سا ورکړه چې مشکوک سړى دنيول کيدو په وخت کې يوه اندازه چاوديدونکي توکي وکارول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته