کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر
د نیمروز امنیتي ځواکونو پرون پنځه تنه په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو د ترسره کولو په تور نیولي دي.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو پروړاند د مبارزې مدیریت یو مسوول باختر آژانس ته وویل، چې امنیتي ځواکونو دغه کسان د نیمروز ولایت د مرکز زرنج ښار په بېلا بېلو سیمو کې د عملیاتو په بهیر کې نیولي دي.
ج