امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
دهېواد په جنوب زون کې پرون دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهير کې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل: دملي اردو ځواکونو دغه عمليات دزابل ولايت  دنوبهار ولسوالۍ او ددغه ولايت دمرکز ،  قلات او دروزګان ولايت دچورې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې اجرا کړل چې له امله يې پنځه تنه  ډار اچوونکي ووژل شول او دوسايطو ضد څلور ماينونه کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته