کابل /د وري ٢٤مه /باختر
پنځه تنه کارګران په بغلان کې د ډبرو سکرو د يوکان د چټ د نړېدو په پايله کې ووژل شول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې ، دغه کارګران نن سهار کله چې په کان کې په کار بوخت و، کان پرې راونړېد .
د بغلان يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د دغو کارګرانو د ژغورنې لپاره د امنيتي ځواکونو او د نورو کارګرانوهلې ځلې نتيجه ورنه کړه ، پنځه واړه مړه شول.
په افغانستان کې په غير معياري ډول د کانونو رايستل تل له کارګرانو قرباني اخلي.
ختم-ج –ا