کابل، د غبرګولي ۱۰ مه، باختر
په نیمروز کې د اسلامي امارت ځايي چارواکي وايي چې دغه ولایت ته له ایرانه وارد شوي پنځه زره لېټره بې کیفیته تېل یې بېرته ایران ته ولېږدول.
د نیمروز د نورم او سټنډرډ آمریت وايي چې له لابراتواري ټسټ وروسته جوته شوه چې وارد شوي تېل بې کیفیته دي.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري عبدالرحیم حذیفه وايي، چې دغه تېل په ۱۲ ټانکرونو کې راوړل شوي و چې شاوخوا پنځه زره لېټره تېل کېږي، په خبره یې، بې کیفیته تېل بېرته د ورېښمو پله له لارې ایران ته ولېږدول شول.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي مارت لوړو پوړو چارواکو هم هېواد د بې کیفیته توکو پر واردولو بندیز لګولی دی.
ن/ر