امنیت

پنځه طالبان په جوزجان کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون په جوزجان کې ووژل شول.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت له خولې خبر راکړ چې دغه وسله وال طالبان د جوزجان – سرپل لویې لارې په افغان تپه ساحه کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې په برید کې د وسله والو طالبانو جنګي وسايل هم ويجاړ شول.
ختم- شکريه-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته