کابل / د چنګاښ ٢٢مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون په غزني کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د غزني په مرکز پورې اړوند منګور بازار کې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ چې له ځمکې او هوا څخه وځپل شول.
هغه زياته کړه چې په پېښه کې ٥ وسله وال طالبان ووژل شول او ٢ نور يې ټپيان شول.
په جګړه کې د دښمن يو موټر او پنځه موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
ختم- ج – اکرم