امنیت

پنځه طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د وري ۳۱ مه / باختر
پنځه وسله وال طالبان پرون په غزني کې د پوځیانو په عملیاتو کې ووژل شول.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د پوځیانو د هغو عملیاتو په بهیر کې ووژل شول چې د هوایي قواوو په ملاتړ د غزني په مرکز پورې اړوند آرزو کلي کې ترسره شول.
تبسم زیاته کړه چې په دغو عملیاتو کې اووه نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د دښمن دوه موټر او جنګي وسایل له منځه یوړل شول.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته