امنیت

پنځه طالبان په کندز کې ووژل شول

کابل /د وري ٤مه / باختر
په کندز کې تېره شپه د سرې قطعې د دوو غړو په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو د قوماندانۍ وياند عبدالهادي نظري باختراژانس ته وويل چې يوشمېرهغه وسله وال طالبان چې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د جوي بيګم په سيمه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پرپوستو يرغل وکړ، د پوځيانوله غبرګون سره مخ شول.
نظري زياته کړه چې په دې بريد کې د سرې قطعې د دوو غړو په ګډون ٥ وسله وال طالبان ووژل شول او٣ نور ټپيان شول .
ختم- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته