امنیت

پنځه ملکيان په ننګرهار کې ټپيان شول

کابل / دوږي ٢٣مه /باختر:
٥ ملکيان په ننګرهار کې د ماين په چاودنه کې ټپيان شول.
ماين د خوږياڼيو ولسوالۍ يوسړک ته څېرمه  ښخ کړى شوى و او تېره شپه د ملکيانو د سپرلۍ پرموټر وچاوديد.
د ننګرهار د رسنيودفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په دې چاودنه کې ٥ ملکيان ټپيان شول.
د خوږياڼيو ولسوالۍ د روغتون ډاکټرانو د دغې پېښې د دريو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .
تراوسه پورې د دغه ماين د ښخولو مسووليت چاپه غاړه نه دى  اخستى خو سيمه ييز خبرځايونه وسله وال طالبان د دغه ماين په ښخولو مسوول بولي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته