خبرونهامنیت

پنځه وسله وال طالبان په بلخ کې ونيول شول

کابل /د وري  ٢٤مه /باختر

پنځه وسله وال طالبان په بلخ کې د عملياتو په بهير کې ونيول شول.

دغه وسله وال طالبان تېره شپه په داسې حال کې چې په نهر شاهي ولسوالۍ کې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و د کوماندو د ځواکونوله خوا پرې بريد وشو او ونيول شول.

د ځانګړو عملياتو د قول اردو  د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې د دغو وسله والوطالبانو يوشمېر جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.

طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.   ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته