امنیت

پنځه ويشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

– کابل /د سلواغې ٢٨مه /باختر
پنځه ويشت وسله وال طالبان په هلمند کې د افغان ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول.
دغوطالبانو تېره شپه غوښتل په نادعلي ، نهرسراج او ناوې په ولسواليو کې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل وکړي چې د هوايي او ځمکنيو ځواکونو له خوا پرې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب لويديځ کې د ميوند قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي چې په دې بريدونو کې ٢٥ وسله وال طالبان ووژل شول .
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د هلمند له ګڼ مېشتو لارو څخه د ٣٠ ماينونو په کشف اوشنډولو سره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
ختم- ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته