امنیتTOP

پنځه وېشت باروړونکې لارې چې د پکتیکا له لارې یې پاکستان ته پوځي وسایل لېږدول، ونیول شوې

کابل / د وږي ۱۴ مه / باختر
په پکتیکا کې د اسلامي امارت امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په انګور اډې سیمه کې پنځه ویشت موټرونه چې پاکستان ته یې نظامي او نور قیمتي توکي قاچاق کول، نیول شوې دي.
په پکتیکا کې د پوله ساتو ځواکونو مشر حاجي سعید وايي چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې نظامي او نور توکي له هېواده بهر ته قاچاق کړي.
سعید زیاتوي چې په ترلاسه شویو توکو کې د زغروالو ټانکونو دروازې، اوسپنه، قیمتي ډبرې او د کمپیوټرونو برېښنايي وسایل شامل دي.
موټر چلوونکي وایي چې دوی دغه توکي له مرکز کابل او غزني څخه بار کړي و او پاکستان ته یې لېږدول؛ خو په خپلو موټرونو کې یې د قیتمي توکو او پوځي تجهیزاتو په ځای پر ځای کولو ناخبري وښوده.
دا په داسې حال ده چې له دې وړاندې هم د پکتیکا په مربوطاتو کې ورته قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته