امنیت

پنځه پنځوس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
  دهېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو پرون دهېواد په ديارلسو ولايتونوکې په يولړ عملياتو کې پنځه پنځوس  تنه ډار اچوونکي ووژل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، کاپيسا ، خوست ، غزني ، لوګر ، قندهار ،ر وزګان ، کندز ،  فارياب ، بلخ ،  بغلان ، بدخشان اودهلمند ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله  دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې ٢٤ تنه  تروريست طالبان ووژل شول او پنحلس تنه نور ټپيان شول او دفارياب ولايت په خواجه سبز  پوش ولسوالۍ  کې ١٩ تنه ډار اچوونکي ووژل  شول او اته تنه نور ټپيان شول او دکونړ ولايت مرورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه تنه نور ټپيان شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه داعشيان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي دبدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې دوه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي اود هلمند ولايت دمرکز داسحق زيو ساحې په مربوطاتو کې  دوه تنه ډار اچونکي وژل شوي دي .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته